او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې په الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضائع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول المائده ۵:۵۳ ⧉
تفسیر:
او وایې به مومنان خلک تعجب به کوي د منافقانو په حال باندې: آیا دا دې هغه خلک چې قسمونه یې کول مضبوطول یې خپل قسمونه: یقینا دوی خامخا ستاسو سره دي -ای مومنانو- په ایمان او کامیابۍ او دوستۍ کې؟! برباد شول عملونه د دوی، نو دوی وروګرځیدل تاوانیان د وجې د نه رسیدلو نه خپل هدف ته، او په سبب د هغه عذاب چې دوی له تیار شوی دی.