Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 52 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰ أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ۚ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ 52
ترجمه:
نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې المائده ۵:۵۲
تفسیر:
نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان د کمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې د یهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو د دې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا د دوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره د خپل طرفه چې په هغه سره به د یهودیانو او د هغوی د دوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي د دوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ د وجې د باطلیدو د هغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 51 راتلونکې المائده • آیت 53