Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 51 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 51
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي المائده ۵:۵۱
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر! تاسو مه جوړوئ د یهودیانو او نصاروو څخه حلیفان او خاص دوستان چې ملګرتیا ورسره کوئ، نو یهودیان بیشکه د خپل دین والاو سره دوستانه کوي، او نصاری د خپل ملت والاو سره دوستانه کوي، او ستاسو سره دښمني کول دا دواړه ډلې سره یوځاي کوي، او چاچې ورسره دوستانه وکړه ستاسو څخه نو یقینا دا کس د هغو د ډلې نه شو، بیشکه الله تعالی هدایت نه کوي ظالم قوم ته په سبب د دوستۍ د هغوی د کافرانو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 50 راتلونکې المائده • آیت 52