(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حد نه وتونكي) دي المائده ۵:۵۹ ⧉
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره-! دې مسخره کوونکو ته د کتاب والاو نه: تاسو عیب نه ګڼئ مونږ لره مګر ایمان لرل زمونږ په الله تعالی او په هغه کتاب چې مونږ ته نازل شوی، او په هغه کتاب چې نازل شوی مخکې زمونږ نه، او په وجه د ایمان زمونږ په دې خبره چې بیشکه ډیر ستاسو نه وتونکي دي د الله تعالی د تابعدارۍ نه په پريښودلو د ایمان او په نه عملې کولو د حکمونو؟! نو هغه څه چې تاسو یې په مونږ باندې عیب لګوئ حقیقت کې صفت دی مونږ لره، او بدې نه ده.