Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 60 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللَّهِ ۚ مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَٰئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ 60
ترجمه:
ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي المائده ۵:۶۰
تفسیر:
اې رسوله ووايه! آيا پر هغه څه خبر درنه کړم چې تر هغوی زيات د عيب والا او تر دغو د سختې سزا والا دي، پرته له شکه هغوی يې پخواني دي، چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړي دي او پر هغوی يې غضب کړی دی او له مسخې وروسته يې بېزوګان او خوګان ګرځولي دي او ځينې يې ترې د طاغوت لمانځونکي ګرځولي دي، او طاغوت هر هغه څه ته ويل کيږي چې له الله پرته په خوښۍ لمانځل کيږي، دغه يادشوي کسان به د قيامت په ورځ د بدې مرتبې والا او له نېغې لارې څخه تر ټولو زیاته ګمراه کوونکي هڅه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 59 راتلونکې المائده • آیت 61