او كله چې دوى تاسو ته راشي (، نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې المائده ۵:۶۱ ⧉
تفسیر:
او کله چې راشي تاسو ته -ای مومنانو-! منافقان د دوی نه نو ښکاره کړي تاسو ته ایمان د دوی د منافقت له وجې نه، او حال دا دی چې دوی د ننوتلو او وتلو په وخت کې پیوست وو په کفر پسې هیڅ ترې جدا کیدلی نه شو، او الله تعالی ډیر پوهه دی په هغه څه چې دوی یې پټوي د کفر نه اګر که تاسو ته ایمان ښکاره کوي، او خامخا به ورله په دې سزا ورکړي.