اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي المائده ۵:۶۷ ⧉
تفسیر:
ای پیغمبره! خبر کړه خلک په هغه څه چې نازل شوي تاته ستا د رب له طرفه پوره پوره، او د هغه نه هیڅ شي هم مه پټوه، نو که تا د هغه نه څه شی پټ کړل نو یقینا ته بیا نه ئې پیغام رسوونکی ستا د رب (او بیشکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسولي ټول هغه څه چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، نو څوک چې د دې برعکس ګمان کوي نو یقینا دې کس په الله تعالی غټ دروغ وویل)، او الله تعالی تا ساتي د خلکو نه وروسته د دې ورځې نه، نو تاته په بدې در رسیدل نشي کولی، نو په تا نشته مګر رسول د دین، او الله تعالی توفیق نه ورکوي هدایت طرف ته کافرانو لره هغه کسان چې هدایت نه غواړي.