او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (، نو) خامخا دوى به خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځ لارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي المائده ۵:۶۶ ⧉
تفسیر:
او که چیرته یهودیانو عمل کړی وی په هغه څه چې په تورات کې دي، او نصاراو عمل کړی وی په هغه څه چې په انجیل کې دي، او دوی ټولو عمل کړی وی په هغه څه چې په دوی باندې نازل شوي د قران کریم څخه -نو خامخا ما به اسان کړی وی دوی ته د رزق سببونه او لارې د راورولو د بارانونو نه او د زرغونولو د ځمکې نه، او د اهل کتابو نه بعضې درمیانه په حق باندې ثابت خلک شته، او ډیر د دوی نه چې دي بد دی عمل د هغوی د ایمان د نه لرلو د وجې نه.