او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو۔ المائده ۵:۶۵ ⧉
تفسیر:
او که چیرته یهودو او نصارو ایمان راوړی وي په هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، او ویریدلی وي د الله تعالی څخه په ځان ساتلو د ګناهونو نه، نو خامخا مونږ به لرې کړی وی د دوی نه هغه ګناهونه چې دوی کړي او اګر که ډیر دي، او خامخا مونږ به داخل کړی وی دوی د قیامت په ورځ جنتونو د نعمتونو ته، دوی به په هغې کې مزې او خوندونه اخیستلی د داسې نعمتونو نه چې نه به ختمیږي.