Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 73 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ ۘ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۚ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 73
ترجمه:
خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي المائده ۵:۷۳
تفسیر:
بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي: چې بیشکه الله تعالی د دریو نه جوړ دی، چې هغوی دا دي: پلار او زوی، او روح القدس، اوچت دی الله تعالی د دوی د دې خبرې نه په ډیر اوچتوالي سره، نو ندی الله تعالی څو دانې، بلکې هغه یو ذات دی هیڅ شریک ورله نشته، او که دوی د خپلې دې بدی وینا څخه بند نه شول نو خامخا وبه رسیږي دوی ته عذاب دردناک.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 72 راتلونکې المائده • آیت 74