ایا دوى ولې الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى المائده ۵:۷۴ ⧉
تفسیر:
آیا نه ګرځي دوی د خپلې دې وینا څخه توبه ایستونکي الله تعالی ته، او وغواړي د هغه څخه بخښنه د وجې د هغه د شرک نه چې دوی د هغه سره جوړ کړی و؟! او بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي چې هر قسمه ګناه وي، او اګر که دا ګناه په الله تعالی کفر هم وي، مهربانه دی په مومنانو باندې.