Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 75 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


مَا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ ۗ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ 75
ترجمه:
نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو۔، ته وګوره مونږه څنګه دوى ته ایتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي المائده ۵:۷۵
تفسیر:
نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر د نورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څه چې نورو پیغمبرانو ته راځې د مرګ نه، او مور د هغه مریم –علیها السلام- ډیره رشتیا ویونکې او تصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري د وجې د حاجت د دوی نه دې خوراک ته، نو څرنګه دا دواړه لایق د بندګۍ کیدلی شي سره د حاجت د دوی نه خوراک ته؟! نو ته وګوره –ای پیغمبره- په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوی ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه بیانوو، او په باطلوالي د هغه څه چې دوی پکې دي د زیاتی کولو نه په نسبت کولو د الوهیت پغیر د الله جلاله څخه بل چاته، او دوی سره د دې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو د غور او سوچ سره: څرنګه دوی اړولی شي د حق نه په اړولو؛ سره د دې ښکاره آیاتونو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 74 راتلونکې المائده • آیت 76