Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 76 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ۚ وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 76
ترجمه:
ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې تاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفع او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى المائده ۵:۷۶
تفسیر:
ته ووایه –ای پیغبره- دلیل بیانوونکی په دوی باندې په عبادت د دوی کې د غیر الله لپاره: ایا تاسو بندګي کوئ د هغه چا چې تاسو ته فایده نشې دررسولی، او نه ستاسو څخه څه ضرر بندولی شي؟! نو هغه عاجز (ناچاره) دی، او الله تعالی پاک دی د عجز (ناچارۍ) څخه، او الله تعالی چې دی یوازې هماغه ستاسو د ویناګانو اوریدونکی دی، نو هیڅ شي ترې نه نشې پاتې کیدلی، پوهه دی ستاسو په کارونو، نو په هغه باندې هیڅ شي د دې نه پټ نشي پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 75 راتلونکې المائده • آیت 77