ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي المائده ۵:۷۷ ⧉
تفسیر:
ته ووایه –ای پیغمبره- نصاراو ته: تاسو د خپل حد څخه مه تیریږئ په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر شوی دی د تابعدارۍ د حق نه، او تاسو زیاتی مه کوئ په احترام او عزت د هغه څه کې چې تاسو ته د هغه په احترام کولو امر شوی –لکه: پیغمبران- داسې چې تاسو د هغوی باره کې د الوهیت عقیده ولرئ لکه د عیسی علیه السلام باره کې چې مو عقیده ده، په سبب د تابعدارۍ ستاسو خپلو ګمراهو مشرانو لره هغه چې ډیر خلک يې ګمراهان کړي، او په خپله هم دحق د لارې نه بی لاری شوي وو.