په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل المائده ۵:۷۸ ⧉
تفسیر:
الله تعالی خبر ورکوي چې بیشکه هغه د بنی اسرایلو کافران د خپل رحمت څخه شړلي په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په داود –علیه السلام- چې هغه زبور دی، او په هغه کتاب کې چې رالیږلی يې دی په عیسی بن مریم باندې چې هغه انجیل دی، دا شړل د رحمت نه په سبب د هغو ګناهونو دي چې دوی کړي او د هغه تیري په وجه چې دوی د الله تعالی په حرماتو (د عزت والا شیانو) باندې کړی وو.