او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي المائده ۵:۸۶ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او نسبت د دروغو يي کړی د الله تعالی آیتونو ته هغه چې په خپل پیغمبر يي نازل کړي، دغه کسان همیشه د لمبو والا اور کې دي، هیڅکله به د دې نه نه راوځي.