Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 87 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 87 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ 87
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي المائده ۵:۸۷
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! تاسو په ځان مه حراموئ خوندور حلال شیان د خوراکونو او څښاکونو او د نکاح څخه، تاسو يي په ځان باندې د دنیا نه د بې رغبتۍ او بندګۍ له وجې مه حراموئ، او تاسو مه تیریږئ د پولو د هغه څه نه چې الله تعالی په تاسو حرام کړي، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د هغه د پولو نه، بلکې بغض ورسره کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 86 راتلونکې المائده • آیت 88