او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ المائده ۵:۸۸ ⧉
تفسیر:
او خورئ د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د خپل رزق نه پداسې حال کې چې حلال او پاک وي، نه دا چې حرام وي لکه په زوره اخیستل شوی وي او یا يي عقل بد ګڼي، او وویریږئ د الله تعالی نه په عملي کولو سره د هغه حکمونو لره او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، نو الله؛ هغه ذات دی چې تاسو پرې ایمان لرئ، او ستاسو ایمان لرل په هغه باندې په تاسو لازموي چې د هغه نه وویریږئ.