Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 10 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ ۚ أُولَٰئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ 10
ترجمه:
او تاسو ته څه مانع (او عذر) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى۔ په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى۔، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى الحدید ۵۷:۱۰
تفسیر:
او د الله په لار کې له لګښت مو څه شی راګرځوي، او الله لره د آسمانونو او ځمکې ميراث دی، اې مؤمنانو له تاسو هغه څوک چې خپل مال يې د الله په لار کې د هغه د رضا په موخه مخکې د مکې له فتحې لګولی او د اسلام د مرستې په پار يې له کافرانو سره جګړه کړې ده له هغه چا سره برابر نه دی چې له فتحې وروسته يې لګښت کړی وي او له کافرانو سره يې جګړه کړې وي، همدوی له فتحې مخکې لګښت کوونکي او د الله په لار کې جګړه کوونکي د الله په وړاندې د لويې مرتبې او لوړې درجې والا دي ترهغو کسانو چې وروسته له فتحې يې د هغه په لار کې مال لګولی وي او له کافرانو سره جنګېدلی وي، او الله د دواړو ډلو لپاره د جنت ژمنه کړې ده او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او بدله به پرې درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 9 راتلونکې الحدید • آیت 11