دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى الحدید ۵۷:۹ ⧉
تفسیر:
همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو د کفر او ناپوهۍ له تيارو د ايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي د لارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو.