او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده۔، كه چېرې تاسو مومنان یئ الحدید ۵۷:۸ ⧉
تفسیر:
او کوم څه تاسو پر الله له ايمان رواړلو ايساروي؟! حال داچې رسول مو الله ته په دې هيله را بولي چې پر خپل پاک پالونکي مو ايمان راوړی، او الله له تاسو ټينګه ژمنه اخېستې ده چې ايمان به راوړئ کله يې چې تاسو د خپلو پلرونو له ملاوو څخه را اېستلی، که چېرې تاسې مؤمنان ياست.