Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 7 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنْفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَأَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ 7
ترجمه:
(اى خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ۔، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى الحدید ۵۷:۷
تفسیر:
پر الله ايمان راوړئ، او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له هغه ماله لګښت کوئ چې الله تاسو پکې ځای ناستي ګرځولي ياست، په هغو کې داسې تصرف کوئ چې څنګه يې درته روا کړی دی؛ نو له تاسې چې چا پر الله ايما راوړ، او د الله په لار کې يې خپل مالونه ولګول، هغوی لره د هغه په وړاندې لويه بدله ده، چې هغه جنت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 6 راتلونکې الحدید • آیت 8