Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 25 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ 25
ترجمه:
یقینًا یقینًا مونږ خپل رسولان په ښكاره دلیلونو سره لېږلي دي او له دوى سره مونږ كتاب او تله نازل كړي دي، د دې لپاره چې خلق په انصاف ودرېږي او مونږ اوسپنه نازله كړې ده، په دې كې (قوت د) سخت جنګ دى او د خلقو لپاره ګټې دي۔ او د دې لپاره چې الله په هغه چا باندې پوه شي چې د ده او د ده د رسولانو په نالیدلو مدد كوي، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى الحدید ۵۷:۲۵
تفسیر:
پرته له شکه موږ خپل رسولان له څرګندو حجتونو او ښکاره دليلونو سره لېږلي دي، او له هغوی سره مو کتابونه نازل کړي دي، او تله مو ور سره نازله کړې ده، ترڅو خلک په انصاف و اوسي، او اوسپنه مو را کوزه کړې ده چې په هغې کې سخت ځواک دی، چې له هغې څخه وسله جوړيږي، او په هغې کې د خلکو لپاره د هغوی په صنعتونو او کسبونو کې ګټې دي، او د دې لپاره چې الله په پوهه سره بندګانو ته ښکاره کړي چې څوک د هغه له بندګانو په غيب د هغه مرسته کوي، پرته له شکه الله ځواکمن داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او له هيڅ شي څخه نه بې وسه کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 24 راتلونکې الحدید • آیت 26