او یقینًا یقینًا مونږ نوح او ابراهیم رسولان لېږلي وو او د دغو دواړو په اولاده كې مو نبوت او كتاب ایښى و، نو په دوى كې ځینې هدایت موندونكي دي او په دوى كې ډېر زیات فاسقان دي الحدید ۵۷:۲۶ ⧉
تفسیر:
او پرته له شکه نوح او ابراهيم عليهما السلام مو ولېږل، او د هغوی په اولاد کې مو نبوت، او نازل کړل شوي کتابونه وګرځول، نو د هغوی دواړو له اولادونو ځينو يې نېغې لارې ته لارموندونکي وو، توفيق ورکړل شوی وو، او ډېری له هغوی د الله له پيروۍ وتونکي وو.