Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 27 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ 27
ترجمه:
بیا مونږ د دوى د قدمونو په اثارو پسې خپل رسولان راولېږل او ورپسې مو راوست عیسٰى زوى د مریمې او مونږ ده ته انجیل وركړى و۔ او مونږ د ده د پېروي كوونكو په زړونو كې نرمي او مهرباني كول ایښي وو او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو الحدید ۵۷:۲۷
تفسیر:
بيا مو خپل رسولان ور پسې کړل، نو پر هغوی پسې مو خپلو امتونو ته يې ډېر رسولان ولېږل، او د مريمې زوی عيسی مو ورپسې کړ او انجيل مو ورکړ، او کومو کسانو چې پرې ايمان راوړی وو او د هغه پيروي يې کړې وه د هغوی په زړونو کې مو نرمي او لورېينه وګرځوله، نو په خپلو منځو کې له يوبل سره مينه کوونکي او لوره کوونکي وو، او په خپل دين کې يې سختي رامنځته کړه، نو ځينې هغه څه لکه نکاح او خوندونه يې پرېښودل چې الله ورته حلال کړي وو، او موږ دغه نه وو ترې غوښتي، او هغوی پر خپلو ځانونو لازم کړي وو، چې دا د هغوی له لوري په دين کې يو بدعت (نوی کار) و، موږ له هغوی د الله د رضا پيروي غوښتې وه خو هغوی ونه کړه، نو له هغوی مو هغو کسانو ته يې ثواب ورکړ چې ايمان يې راوړی وو، خو له هغوی ډېری د هغه څه د درواغ ګڼلو له امله د الله له پيروۍ وتونکي وو چې د هغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 26 راتلونکې الحدید • آیت 28