Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 3 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 3
ترجمه:
هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى الحدید ۵۷:۳
تفسیر:
هغه داسې لومړنی دی چې تر هغه مخکې هيڅ هم نه و، او هغه داسې وروستی دی چې تر هغه وروسته به هيڅ هم نه وي، او هغه داسې ښکاره دی چې تر هغه پورته هيڅ هم نشته، او داسې پټ دی چې تر هغه اخوا هيڅ هم نشته[مخې ته یې پرده نشته]، او هغه پر هرڅه ښه پوه دی، چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 2 راتلونکې الحدید • آیت 4