Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 4 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۖ وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 4
ترجمه:
دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو۔، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه (الله د خپل شان لايق) له تاسو سره دى، هر چېرې چې تاسو یئ۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى الحدید ۵۷:۴
تفسیر:
همغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړل، د يکشنبې له ورځې پيل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېدل، او هغه له دې څخه په کمه موده د سترګې په رپ کې يې په پيداکولو ځواکمن دی، بيا هغه پاک ذات پر عرش په داسې پورته کېدلو لوړ او پورته شو څنګه چې له هغه پاک سره ښايي، هغه پوهيږي څه چې له باران، تخم او نورو څخه په ځمکه کې ننوزي، او څه شينکي، زېرمې او نور چې ترې وزي، او څه باران، وحي او نور چې له آسمانه را کوزيږي، او څه پرېښتې، د بندګانو اعمال او روحونه يې چې آسمان ته پورته کيږي، ای خلکو! هغه په خپله پوهه ستاسو سره دی چېرې چې ياست، له تاسو هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هغه ستاسو د کړنو ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي، ژر به پرې بدله درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 3 راتلونکې الحدید • آیت 5