Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 10 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا النَّجْوَىٰ مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 10
ترجمه:
بېشكه (د ګناه) پټې مشورې يواځې د شیطان له اړخه دي، د دې لپاره چې دى هغه كسان غمجن كړي چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دغه (شیطان) دوى ته هېڅ شى ضرر رسوونكى نه دى مګر د الله په اذن (او ارادې) سره۔ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي المجادلة ۵۸:۱۰
تفسیر:
پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او د رسول پر سرغړونه مشتمله وي، د شيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او د عمل لره د هغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې د الله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 9 راتلونکې المجادلة • آیت 11