Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 9 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 9
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ المجادلة ۵۸:۹
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 8 راتلونکې المجادلة • آیت 10