ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې له پټو مشورو نه منع كړى شوي وو، بیا دوى هغه څه ته راګرځي چې له هغه نه منع كړى شوي وو او دوى د ګناه او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله پټې مشورې كوي۔ او كله چې دوى تا ته راشي (نو) تا ته په هغه (كلمې) سره سلام كوي چې په هغې سره الله تا ته سلام نه دى (مقرر) كړى۔ او دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې وايي: الله مونږ ته په هغه څه ولې عذاب نه راكوي چې مونږ يې وایو۔، دوى ته جهنم بس دى، چې دوى به هغه ته ننوځي، پس هغه د ورتلو بد ځاى دى المجادلة ۵۸:۸ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! تا هغو يهودانو ته نه دي کتلي چې کله مؤمن وويني؛ نو په خپلو کې پټې خبرې سره کوي، چې الله له دغو پټو خبرو منع کړي وو، بيا هغوی همغه ته ورګرځي چې الله ترې ايسار کړي وو، او په خپلو منځو کې هغه پټې خبرې کوي چې د مؤمنانو د غيبت کولو ګناه، پر هغوی د تيري کولو او له رسول څخه سرغړونه ده، او ای رسوله! کله چې تاته راځي داسې سلام درته کوي چې الله هغه ډول سلام نه دی درته کړی، او هغه دا د هغوی وينا ده: چې پر تا دې سام يعني مرګ وي، او د نبي صلی الله عليه وسلم په درواغجن ګڼلو سره وايي: ولې الله پر هغه څه موږ ته عذاب نه راکوي چې موږ يې وايو، که چېرې هغه خپله دغه دعوا کې رېښتينی وای چې هغه نبي دی، نو الله به هرومرو موږ ته پر هغه څه سزا را کړې وای چې موږ يې د هغه په اړه وايو! هغوی ته يې په خپله وينا دوزخ د سزا په ډول بسنه کوي، چې ګرمي به يې زغمي، د هغوی د ورګرځېدو ځای ډېر بد د ورګرځېدو ځای دی.