Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 12 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 12
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له رسول سره پټه خبره كول غواړئ، نو تاسو له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقه وړاندې كړئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دي۔، نو كه تاسو (صدقه) ونه مومئ، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى المجادلة ۵۸:۱۲
تفسیر:
کله چې صحابه و له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پټې خبرې زياتې کړې، الله وفرمايل: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی کله مو چې له رسول سره د پټو خبرو اراده وکړه، نو له پټوخبرو مخکې مو صدقه وړاندې کړئ، دغه د خيرات وړاندې کول ستاسو لپاره ډېره غوره او پاکيزه دي، ځکه په هغې کې د الله هغه پيروي ده چې زړونه پاکوي، که هغه څه مو ونه موندل چې خيرات يې کړئ، نو بيا پر تاسو په پټو خبرو کې کومه ګناه نشته، بېشکه الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی، چې هغوی يوازې پر هغه څه مکلفوي چې په توان کې يې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 11 راتلونکې المجادلة • آیت 13