ایا تاسو له دې نه ووېرېدئ چې له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقې وړاندې كړئ، نو كله چې تاسو (دا كار) ونه كړ او الله پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى المجادلة ۵۸:۱۳ ⧉
تفسیر:
آيا له رسول سره د پټو خبرو کولو پر مهال مخکې د خيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې د پرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي.