Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 14 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 14
ترجمه:
ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى۔، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي المجادلة ۵۸:۱۴
تفسیر:
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 13 راتلونکې المجادلة • آیت 15