Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 18 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ 18
ترجمه:
(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، نو دوى به هغه (الله) ته قسمونه خوري، لكه څنګه چې تاسو ته قسمونه خوري او دوى به ګمان كوي چې یقینًا دوى په یو (نفعمن) شي (لار) باندې دي۔، خبردار شئ! بېشكه هم دوى دروغجنان دي المجادلة ۵۸:۱۸
تفسیر:
په کومه ورځ چې الله هغوی ټول ژوندي راپورته کړي، له هغوی به يو هم داسې پرې نه ږدي مګر دا چې د بدلې لپاره به يې را پورته کړي، نو الله ته به لوړې کوي چې هغوی پر کفر او نفاق نه و، بلکې هغوی داسې مؤمنان وو چې پر هغه څه يې عمل کولو چې الله رضا کوي، اې مؤمنانو! هغوی به په آخرت کې هغه (الله) لره داسې لوړې کوي لکه په دنيا کې يې چې تاسو ته کولې، چې ګواکې هغوی مسلمانان دي، هغوی دا ګومان کوي چې پر دغو لوړو چې الله لره يې کوي پر څه داسې دليل دی چې هغوی ته ګټه رسوي او يا ضرر ور څخه دفع کوي، خبر اوسئ هغوی په رېښتيا په دنيا کې په خپلو قسمونو کې او په آخرت کې په خپلو قسمونو کې درواغجن دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 17 راتلونکې المجادلة • آیت 19