Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 19 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ 19
ترجمه:
په دوى باندې شیطان غالب شوى دى، نو هغه له دوى نه د الله ذكر هېر كړى دى، دغه كسان د شیطان لښكر دى۔، خبردار شئ! بېشكه د شیطان لښكر (چې دى)، هم دوى زیان كاران دي المجادلة ۵۸:۱۹
تفسیر:
پر هغوی شيطان برلاسی شوی، چې په خپله وسوسه يې د الله ياد ترې هېر کړی، نو پر هغه څه يې عمل نه دی کړی چې الله رضا کوي، بلکې پر هغه څه يې عمل کړی چې په غوسه کوي يې، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی د ابلیس لښکر او د هغه پيروان دي، خبر اوسئ همدغه د شيطان لښکر او پيروان په دنيا او آخرت کې تاوانيان دي، چې لارښوونه يې پر لار ورکۍ او جنت يې په دوزخ پلورلي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 18 راتلونکې المجادلة • آیت 20