Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 2 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْكُمْ مِنْ نِسَائِهِمْ مَا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنْكَرًا مِنَ الْقَوْلِ وَزُورًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ 2
ترجمه:
هغه كسان چې په تاسو كې له خپلو ښځو نه ظهار كوي (ورته وايي چې ته په ما باندې د خپلې مور د شا په شان يې، نو) دغه (ښځې) د دوى میندې نه دي۔، د دوى میندې نه دي مګر هغه چې دوى يې زېږولي دي۔ او بېشكه یقینًا دوى یوه خرابه خبره او دروغ وايي او بېشكه یقینًا الله ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى المجادلة ۵۸:۲
تفسیر:
هغه کسان چې له خپلو مېرمنو سره ظهار کوي، دا چې له هغوی يو خپلې مېرمنې ته داسې وايي: ته پر ما د خپلې مور د شا غوندې يې، په خپله دغه وينا کې يې درواغ ويلي دي، د هغوی مېرمنې د هغوی ميندې نه دي، بېشکه مېندې خو يې هغه دي چې زيږولي يې دي، او پرته له شکه کله چې هغوی دغه وينا کوي هغوی هرومرو ناوړه وينا او درواغ وايي او پرته له شکه الله تېرېدونکی او بخښونکی دی، له ګناه څخه د هغوی د خلاصون په موخه يې د هغوی لپاره کفاره روا کړې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 1 راتلونکې المجادلة • آیت 3