Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المجادلة — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

المجادلة • آیت نمبر 3 (ټولې 22 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ 3
ترجمه:
او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى المجادلة ۵۸:۳
تفسیر:
او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لازم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې د مرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو د راګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المجادلة • آیت 2 راتلونکې المجادلة • آیت 4