Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 11 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 11
ترجمه:
ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي۔، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو۔ او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي الحشر ۵۹:۱۱
تفسیر:
اې رسوله! هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې کفر يې پټ کړی او ايمان يې ښکاره کړی، په کفر کې يې خپلو هغو د تحريف شوي تورات پيروانو يهودو وروڼو ته وايي: په خپلو کورونو کې پاتې شئ، موږ مو هيڅکله نه پرېږدو او نه مو ورته تسليموو، که مسلمانان مو ترې وباسي موږ هرومرو ستاسو د ملاتړ له مخې درسره وځو، او هيڅوک به مو له تاسو سره له وتلو ايسار نه کړي، که هغوی درسره جنګ کوي موږ به مو هرومرو د هغوی خلاف مرسته کوو، او الله شاهدي ورکوي چې په رېښتيا منافقان درواغجن دي په هغه څه کې چې له يهودو سره د يوځای وتلو دعوا يې کړې کله چې هغوی اېستل کيږي، او له هغوی سره د جګړې کولو کله چې له هغوی سره جګړه کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 10 راتلونکې الحشر • آیت 12