Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 10 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ 10
ترجمه:
او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې الحشر ۵۹:۱۰
تفسیر:
او هغه کسان چې له دغو وروسته راغلل او د قيامت تر ورځې يې د هغوی پيروي وکړه وايي: اې زموږ پالونکيه! موږ ته بخښنه وکړه او زموږ هغه ديني وروڼو ته چې پر الله او د هغه پر رسول یې په ايمان راوړلو کې له موږ څخه مخکې شوي دي، او زموږ په زړونو کې له مؤمنانو څخه هيچاته کينه او حسد مه اچوه، اې زموږ ربه! بېشکه ته پرخپلو بندګانو مهربانه يې او پر هغوی رحم کوونکی یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 9 راتلونکې الحشر • آیت 11