او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى۔، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى۔ او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خیلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي الحشر ۵۹:۹ ⧉
تفسیر:
او د هغو انصارو لپاره دي چې له مهاجرينو مخکې مدينې ته راغلي دي، او پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړل غوره کړي دي، له هغه چا سره مينه لري چې له مکې څخه يې هجرت کړی، او د الله په لار کې په هجرت کوونکو د هغه څه له امله چې هغوی ته له ولجې څخه ورکړل شوي او دوی (انصارو) ته نه دي ورکړل شوي په زړونو کې نه غوسه او کينه مومي، او په دنيوي برخو کې مهاجرينو ته پر خپلو ځانونو لومړيتوب ورکوي، که څه هم په بې وسئ او اړتيا متصف وي، او څوک چې الله پر مال د نفس له حرص څخه وساتي، هغه يې بيا د الله په لار کې لګوي، نو همدوی بريالي دي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې هيله يې لري او له هغه څه څخه په ژغورنه سره چې ترې ډاريږي.