Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 8 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ 8
ترجمه:
(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي۔، همدغه كسان رښتیني دي الحشر ۵۹:۸
تفسیر:
د دغه مال يوه برخه به د الله په لار کې هغو بې وزلو مهاجرو ته ورکول کيږي چې د خپلو مالونو او اولادونو پرېښودلو ته اړ اېستل شوي دي، هغوی هيله لري چې الله به په دنيا کې د روزي او په آخرت کې د رضا پېرزوينه پرې وکړي، هغوی د الله مرسته کوي او د الله په لار کې په جهاد سره د هغه د رسول مرسته کوي، همدغه پر دغو صفتونو متصف خلک په رېښتيا په ايمان کې راسخ خلک دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 7 راتلونکې الحشر • آیت 9