Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 7 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ ۚ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 7
ترجمه:
هغه شى چې الله په خپل رسول باندې د كلیو له اوسېدونكو نه راګرځولى دى، نو (هغه) الله لره او (د الله) رسول لره دى او (او د رسول) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو اومسافرو لره دى، د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي۔ او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى الحشر ۵۹:۷
تفسیر:
د کليوالو له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول پرته له جنګ څخه څه پېرزو کړي دي، هغه الله لره دي چې چاته وغواړي ګرځولای یې شي، او د رسول ملکيت دی، له بنوهاشم او بنو مطلب څخه د هغه د خپلوانو لپاره دي، د هغه څه په بدل کې چې هغوی له صدقې څخه منع کړل شوي دي، د يتيمانو، مسکينانو او هغه غريب لپاره دي چې نفقه يې له لاسه ورکړې وي، ترڅو د مال راکړه ورکړه له مسکينانو پرته د شتمنو ترمنځ لاس په لاس نه شي، او اې مؤمنانو! رسول چې کوم د فئ (ولجې) مال درکړي هغه واخلئ، او له څه مو چې منع کوي ترې منع شئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ، پرته له شکه الله سخت عذاب ورکوونکی دی؛ نو له عذاب څخه يې ووېرېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 6 راتلونکې الحشر • آیت 8