Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 6 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 6
ترجمه:
او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى الحشر ۵۹:۶
تفسیر:
او د بنو نضير له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول څه را ګرځولي، د هغه په لټه کې خو تاسې نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، اونه په هغو کې کوم کړاو درته رسېدلی، خو الله خپل رسول پر هغه چا مسلطوي چې ويې غواړي، او خپل رسول يې پر بنونضير مسلط کړ، نو د هغوی ښارونه يې پرته له جنګ څخه فتح کړل، او الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې هم نه شي بې وسه کولای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 5 راتلونکې الحشر • آیت 7