Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 18 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 18
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ الحشر ۵۹:۱۸
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وډارشئ، او هر نفس دې فکر وکړي چې د قيامت ورځې لپاره يې څه نېک عمل وړاندې کړی، او له الله څخه ووېرېږئ، پرته له شکه الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پرې جزا درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 17 راتلونکې الحشر • آیت 19