او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل۔، همدغه كسان نافرمانه دي الحشر ۵۹:۱۹ ⧉
تفسیر:
او د هغو خلکو غوندې مه کېږئ چې الله يې د هغه د امرونو او نواهيوو په پرېښودلو سره هېر کړ، نو الله له هغوی خپل ځانونه هېر کړل، نو پر هغه څه يې عمل ونه کړ چې د الله له غضب او عذاب څخه يې ژغورل، همدوی هغه کسان دي چې الله يې هېر کړی، نو د هغه امر يې ونه منلو او له نواهيوو يې ونه ګرځېدل، همدوی د الله له پيروۍ څخه وتونکي دي.