كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي الحشر ۵۹:۲۱ ⧉
تفسیر:
که مو دغه قرآن پر يو غره را نازل کړی وای؛ نو اې رسوله! تا به دغه غر له خپل سختوالي سربېره د الله له وېرې عاجزه او ټوټه ټوټه شوی ليدلی وای؛ ځکه په قرآن کې هغه منع کوونکي نصيحتونه او سخته ګوت څنډنه ده، او دغه بېلګې دي موږ يې خلکو ته بيانوو ښايي هغوی خپل عقلونه په کار واچوي چې پند واخلي پر هغه څه چې د الله ایتونه پر کومو نصيحتونو او عبرتونو مشتمل دي.