Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 22 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۖ هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ 22
ترجمه:
دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى۔، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى الحشر ۵۹:۲۲
تفسیر:
الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هر څه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 21 راتلونکې الحشر • آیت 23