Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 24 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 24
ترجمه:
هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي۔، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى۔ الحشر ۵۹:۲۴
تفسیر:
همغه الله پيداکوونکی دی چې هرڅه يې پيداکړي دي، د شيانو را منځته کوونکی دی، څنګه چې غواړي خپلو مخلوقاتو ته شکل ورکوونکی دی، هغه پاک ذات لره ښکلي نومونه دي چې پر لوړو صفتونو مشتمل دي، څه چې په اسمانونو کې او څه چې په ځمکه کې دي له هر نقص څخه يې پاکي بيانوي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او اندازه د مخلوق خپل کې د حکمت والا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 23 راتلونکې الممتحنة • آیت 1