اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، چې تاسو دوى ته مینه وروړاندې كوئ، حال دا چې دوى په هغه حق باندې كافران شوي دي چې تاسو ته راغلى دى، دوى رسول او تاسو په دې سبب (له خپل وطنه) وباسي چې تاسو په خپل رب الله باندې ایمان راوړى دى۔؛ كه چېرې یئ تاسو چې زما په لاره كې د جهاد لپاره او زما د رضامندۍ د غوښتلو لپاره راوتلي یئ۔، تاسو دوى ته په پټه سره (پېغام د) دوستي لېږئ، حال دا چې زه په هغه څه ښه عالم یم چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په تاسو كې چې هر څوك دغه (كار) وكړي، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو الممتحنة ۶۰:۱ ⧉
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته راو کړي يې دي، زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نيسئ چې له هغوی سره دوستي او مينه کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه دين کفر کړی چې تاسو ته مو د رسول پر لاس راغلی، رسول له خپله کوره وباسي او تاسې هم په مکه کې له خپلو کورنو څخه وباسي، په تاسې کې د نږدېوالي او خپلوۍ خيال نه ساتي، دا د بل هيڅ شي له امله نه دي مګر دا چې تاسو پر خپل پالونکي الله ايمان راوړی، که چېرې تاسې زما په لار کې د جهاد او زما د رضا د لټولو لپاره وتلي واست؛ نو دا کار مه کوئ، هغوی ته د مسلمانانو خبرونه له هغوی سره د مينې له امله په پټه واياست، او زه له دغه څخه پر هغه څه ښه پوهېږم چې تاسو يې پټوئ او څه چې ښکاره کوئ، له دغه او نورو څخه پر ما هيڅ هم نه پټيږي، او څوک چې له کافرانو سره دغه دوستي او ملګرتيا کوي، بېشکه چې هغه له سمې لارې اوښتی دی، له حق څخه لار ورکی او سمې لارې څخه لېرې شوی دی.