كه چېرې دوى په تاسو برى ومومي (، نو) تاسو لپاره به دښمنان شي او تاسو ته به در اوږده كړي خپل لاسونه او خپلې ژبې په بدۍ سره او دوى خوښوي چې تاسو كافران شئ الممتحنة ۶۰:۲ ⧉
تفسیر:
که چېرې پرتاسې برلاسي شي هغه دښمني به ښکاره کړي چې په زړونو کې يې پټوي، او تاسوته به خپل لاسونه په ازار رسولو او وهلو در اوږده کړي، او خپلې ژبې به په ښکنځلو او بدو ويلو در خلاصې کړي، او هيله کوي چې که تاسې هم پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړئ ترڅو د هغوی غوندې شئ.